IQNA

په پاکستان کې د قرآن د لومړنیو نړیوالو  سیالیو ترسره کول

14:00 - September 24, 2025
د خبر لمبر: 3491756
ایکنا – په پاکستان کې د ایران سفیر او کلتوري سلایارئ د پاکستان د دیني چارو له وزیر سره په لیدنې کې،د ایراني قاضي او قاري په  شتون کې د  قرآن کریم د لومړنیو نړیوالو سیالیو د ترسره کولو په اړه موافقه وشوه.

 ایکنانیوز د ایران د کلتور او ارتباطاتو د عامه اړیکو د څانګې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د دیني چارو او بین‌الادیاني همغږۍ وزیر، سردار محمد یوسف،په دغې لیدنه کې د دواړو هېوادونو، یعنی پاکستان او ایران، ترمینځ د دیني او کلتوري اړیکو په اړه  په تیره بیا د دیني ګرځندوی په برخې کې د ملګرتیاو پر پراخولو ټینګار وکړ.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټوریزم د تړون تنظیمولو په شمول د اړینو  بیخ بینائيو د برابرولو غوښتنه وکړه.

سردار محمد یوسف د ایران د اسلامي جمهوریت د اسرائیلي ضده دریځونو ستاینه وکړه او د ۱۲ ورځنۍ جګړې په بهیر کې ئې د اسرائیلي وحشي رژیم د یرغل په وړاندې د ایراني ولس د  مقاومت قدرداني وکړه.

د پاکستان د دیني چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمینځ د قرآني چارو د ملګرتیا هرکلی وکړ او ټینګار ئې وکړ: سږ کال به د پاکستان جایزه نومې د قرآن کریم لومړۍ نړیوالې سیالۍ ترسره شي او مونږ د ایران اسلامي جمهوریت ته  بلنه ورکوو چې د لوړې کچې  قاضي  او قاري په استولو سره په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

همدا راز،د ایران سفیر، رضا امیری‌مقدم، د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په خاطر د پاکستان د غوره رول  قدرداني وکړه او د پاکستان  له خوا ئې اسرائیلي ضده دریځونه په اسلامي نړۍ کې بې‌ساري وبلل.

هغه د پاکستان په هېواد کې د قرآني محفلونو  د پرتمین  ډول  ترسره کېدو ته په اشارې سره وړاندیز وکړ چې د  قرآن کریم  نړیوالې سیالۍ، لکه څنګه چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ترسره کېږي، په پاکستان کې هم پیل شي او د دغو  سیالیو د ترسره کولو لپاره ئې د ایران د چمتووالي خبر ورکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4306570

captcha